كوئټه 30 ستمبر(اے پی پی)د پاكستان پيپلز بارټي چيئرمېن بلاول بهټو زرداري وئېلي دي د سېلاب ځپلو مرستې ته وړومبۍ پام لرنه كوو ٬سېلاب ځپلې د كال 2022 څخه بې كوره دي٬ وفاقي او صوبائي حكومتونه دې د سېلاب ځپليو مسئلو حل لپاره ګامونه واخلي۔د ګل په ورځ د سېلاب ځپليو بحالۍ په اړه د كوئټې وزيراعلٰی سېكرټرېټ ك??ې د پرانستې دستوره كښې د چيكونو ور كولو نه پس بلاول بهټو زرداري خطاب كښې ووئيل ما د خارجه وزير په توګه د سېلاب ځپليو بحالۍ لپاره انټرنېشنل فنډنګ په اړه هڅې كړي٬مونږ له سېلاب ځپلو ته نوې كورونه وركول دي٬په سندھ كښې د ځپلو لپاره د كورونو جوړولو سلسله روانه ده۔ده ووئيل وفاقي او صوبائي حكومتونه دې د سېلاب ځپليو مسئلې په سنجيدګۍ سره واخلي٬د سندھ وزيراعلٰی ته وائيم چې هغه ب??وچ??تان سره خبره وكړي٬كورونه دې داسې جوړ كړې شي چې نورو سېلابونو كښې هغوي د ځپليو غووندې ناست نه وي لكه څنګه چې اوس دي۔ده ووئيل د بده مرغه په تېر وخت كښې د ب??وچ??تان سره د ميرنې مور سلوك شوے٬د ب??وچ??تان وزيراعلٰی او كابينې ته خواست كوم چې هغه منصوبې ته اوګوري٬تاسو له به د دې پروژې لپاره فنډز بېلول وي٬پيپلز پارټي به د ب??وچ??تان اولس هر ممكنه مرسته كوي۔په دستوره كښې د ب??وچ??تان وزيراعلٰی مير سرفراز بګټي٬د قامي اسمبلۍ غړي اعجاز جكهراني٬د ب??وچ??تان اسمبلۍ سپيكر عبدالخالق اچكزئي٬صوبائي وزيران او د اسمبلۍ غړو او د ب??وچ??تان د پيپلز پارټي مشرانو صابر بلوچ٬سردار سربلند جوګيزئي٬علي مدد جتك او نورو ګډون وكړو۔
Nguồn bài viết : TK đầu